د کورونا ویروس په هکله پر ځینې سپارښتنو بندیز,ټویټر Twitter

ټوېټر خواله رسنۍ وايي، د خپلو کارنو له حسابونو د کورونا ویروس په هکله ناسمې او ناتایید شوې ادعاوې لرې کوي.

ټوېټر د نويو اصولو له مخې داسې ټوېټونه منع کړي چې خلک لا ډېر پر کورونا د اخته کېدو له خطر سره مخ کوي.

په دې ټوېټونو کې دا ادعاوې هم راځي، چې ویل کېږي ځینې کسان تر نورو ډېر په کورونا اخته کېدی شي.

دې اصولو کې هغه ټوېټونه هم دي چې د کورونا ویروس د پېژندلو یا درملنې په هکله نارسمي سپارښتنې ولري.

دا شبکه خپله وېبپاڼه کې لیکي: "موږ دا اصول د حکومتونو او روغتیاپالو په ګډون له خپلو باور وړ شریکانو سره په پوره همغږۍ پلي کوو".

نوي سیاست سره زیانمنوونکې منځپانګه ارزول کېږي او هغه ټوېټونه لرې کېږي چې نورو کارنو ته "د ډېر زیان رسولو خطر" لري 

د ټیکنالوجۍ برخې خبریال کېتلان جونز وايي، که له دا ډول ټوېټونو سره مخ شو، د شکایت لېږلو اسانتیا نه لرو.

د هغه په خبره، د ډېرو کارنو له خوا د ناسمو اطلاعاتو ډېرښت ته په پام به د ټوېټر د نويو اصولو پلي کول ناشوني وي.

د ټوېټر دا ګام له هغه وروسته دی چې فیسبوک، ګوګل، مایکروسافت او رډیټ هم د اونۍ لومړیو کې ورته کار وکړ.

د دوی بیان کې زیاته شوې: "د کوویډ ۱۹ په تړاو دې برخه کې له یو بل سره نږدې همکاري کوو. له میلیونونو کسانو سره همکاري کوو چې له یو بل سره اړیکه ولري، د دې ویروس په هکله د تېر اېستونکو او ناسمو مالوماتو خپرولو سره مقابله کوو".

Comments

Popular posts from this blog

ملي روحیه !.... روحیه ملی !

آخرین سخنان فیدل کاسترو

Android Apps & Games Are Free For A Limited Period Of Time On The Google Play Store