ننگرهار کرونا فنډ صندوق سرخ مرسته

د کرونا فنډ صندوق پرانیستو او ورسره د لومړني کس په توګه د مرستې ترسره کولو وروسته دویم اقدام
د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل په تورخم ښارګوټې کې را ستنیدونکو کسانو لپاره په قرنطین کې د ښې میلمه پالنې په پار د ښو توشکو، بالښتونو،روجایانې او کمپلو را ټولولو کمپاین د خپلې حجرې څخه د یادو توکو په ورکړې سره پیل کړ.
هغه په کونړ کې د خپلې حجرې څخه ټولې لسګونه کمپلې،بالښتونه،توشکې او روجایانې را ټولې کړې او تورخم ښارګوټې کې یې د را ستنیدونکو لپاره جوړ شوي قرنطین کمپ ته ولیږلې.
همدا راز یې د دې ولایت د مرکز او ولسوالیو په ټولو خلکو غږ وکړ چې یاد کمپ سره دې د یوې،یوې کمپلې،توشکې،بالښت او روجایي مرسته وکړي،ترڅو د ښو میلمه پالوونکو په توګه قرنطین شویو کسانو قدر وشي.
خلک کولای شي،خپل یاد توکې په ولسوالیو کې د ولسوالیو مقام او جلال اباد ښار کې ناحیو امریتونو ته انتقال کړي چې له هغې ورسته به تورخم ښارګوټې کې قرنطین کمپ ته ولیږل شي .

Comments

Popular posts from this blog

ملي روحیه !.... روحیه ملی !

آخرین سخنان فیدل کاسترو

Android Apps & Games Are Free For A Limited Period Of Time On The Google Play Store