ملي روحیه !.... روحیه ملی !
ملي روحیه ! ملي روحیه په هر چا کې شتون لري , دا باید په اولس کې د ابتدا څخه وموندل سي او روښانه سي. حکومتونه تر هر چا دا کار د خپل اولس لپاره ښه کولاي سي. هیڅکله د اولسې خوبونو ځواک او د انساني روحیه اغیز کم مه ګڼئ. ملي روحیه د یوه ملت د بقا او شتون لپاره تر ټولو اړینه ده. زموږ درې رنګ بیرغ د روح ارامتیا او افغاني ملي روحیه ته بسنه نکوي. موږ افغانان فکرې بدلون , ستراتیژیک او دوامداره ملي ادغام ته اړتیا لرو. اصلاً موږ انسانان پدې تصور کې ټول یوشان یو, د انساني عظمت لپاره موږ هر یو ژوند کو. خو دلته تر ډيره خبره د افغان او پښتون نسل ده یوځل چې موږ په ځان باور پیدا کړو ، موږ کولی سو تجسس ، حیرانتیا ، په خپله خوښه ځانته خوشحالي لټول او هغه تجربه چې د انسان د ملي روحیه ارامتیا څرګندوي په هیڅ قیمت به له خطر سره مخ نه کړو. تیر څلویښت کلن جنګ تر ټولو ښه مثال دي. زه شخصاً د دغه ملي فکر لرونکو ته د لوړ اخلاقي ارزښت لرونکو لقب ورکوم. د زړه نرمۍ ، د روح نرمۍ ده پر افغان وطن او افغان اولس زړه وسوځي او رحم پر وکړئ. افغانستان د جنت دوهم نوم دی. Copy...
Comments
Post a Comment