انګليستان ميشتي افغان ډاکتر عبدالعزيز روحاني

۱۴/۱/۱۳۹۹
ننګرهار کې يو ډاکتر په وړيا توګه پر کرونا اخته ناروغانو خدمت ته حاضر شو
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د وري په ۱۴مه انګليستان ميشتي افغان ډاکتر عبدالعزيز روحاني د ناستې په ترڅ کې وویل، چې حاضر دی ترڅو په دې ولايت کې د کرونا ناروغانو په وړيا توګه خدمت وکړي.
نوموړي وويل، چې پرته له امتياز څخه غواړي، چې د کرونا مرکز او تورخم ښارګوټي کې ناروغانو او تر شک لاندې کسانو د تشخيص، وقايې او درملنې په برخه کې همکاري وکړي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ياد ډاکتر د نيک احساس او وطنپالنې ستاينه وکړه او خوښي يې وښوده، چې د لومړي ځل لپاره يو باحساسه افغان ډاکتر د يوې مهلکې ناروغۍ سره د مبارزې په پار د خپلو هېوادوالو خدمت ته راوځي.
ننګرهار والي د عامې روغتيا رياست مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو ياد ډاکتر سره په همغږۍ د کرونا ويروس پر وړاندې مبارزې برخه کې چارې پرمخ يوسي.
Copy

Comments

Popular posts from this blog

ملي روحیه !.... روحیه ملی !

آخرین سخنان فیدل کاسترو

Android Apps & Games Are Free For A Limited Period Of Time On The Google Play Store